د جادويي مرمۍ نظریه (Magic Bullet Theory)
د جادويي مرمۍ (Hypodermic Needle/Magic Bullet) تیوري د عامه اړیکو او د مطبوعاتو او رسنیو د مطالعې له لومړنیو نظریو څخه ګڼل کېږي.
دغه نظریه وايي چې رسنیز پیغامونه ډېر ځواک لري او کولای شي اورېدونکي او لیدونکي مستقیمآ تر خپل اغېز لاندې راولي، داسې چې اورېدونکي/لیدونکي هېڅ ډول انتقادي ځواک او د ردولو وړتیا ونه لري.
دا هغه نظریه ده چې وایي د رسنیو پیغامونه د ګولۍ یا ستنې په څېر مستقیم د خلکو پر ذهن اغېز کوي. هر څوک چې پیغام ترلاسه کړي، په هماغه ډول اغېزمنېږي. دا نظریه ډېر مطلق ځواک لرونکی ګڼل شوی و، خو وروسته یې ضعفونه څرګند شول.
تاریخي شالید
- دا تیوري د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د صنعتي کېدو، ښاري کېدو او د ټولنو د بدلونونو په فضا کې هغه مهال دا نظریه رامنځته شوه چې د لومړي نړیوال جنګ په وخت کې ټولو هیوادونو هڅه کوله د خپل ځواک د ډیر ښوودلو په پار د بل هیواد پر وړاندې پروپاګنډ وکړي.
- د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا د "Committee on Public Information" له خوا د تبلیغاتو پراخ کارونه د دې تیورۍ د تقویت یو ستر دلیل و. لومړې نړیوال جنګ د دې نظریې اوج هم بللې شوو!
- جارج کریل (George Creel) په خپل کتاب How We Advertised America (1920) کې دا تبلیغاتي تجربې ثبت کړې.
- د ۱۹۳۸ کال د اورسن وېلز د War of the Worlds راډیويي ډرامې د خلکو تر منځ رامنځته شوې ویره د دې تیورۍ د عملي مثال په توګه ګڼل کېږي.
انتقادونه او پرمختګونه
که څه هم دا نظریه په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ لسیزو کې ډېره مشهوره وه، خو وروسته د ټولنیزو علومو د څېړنو پر بنسټ رد شوه.
د Lazarsfeld, Berelson او Gaudet په څېړنو (The People’s Choice, 1948) کې وښودل شوه چې خلک یوازې د رسنیو تر اغېز لاندې نه راځي، بلکې د کورنۍ، ملګرو او ټولنیزو اړیکو نفوذ هم مهم رول لري. دا د Limited Effects Theory (محدودو اغېزو تیوري) پیل و.
که څه هم د جادويي مرمۍ تیوري اوس له علمي پلوه ډېر اعتبار نه لري، خو د عامو خلکو په ذهنونو کې لا هم ژوندۍ ده. نن سبا د Fake News بحثونه، د ویډیویې لوبو پر تاوتریخوالي تورونه، د سوشل مېډیا تبلیغاتي چلندونه، د فیسبوک د معلوماتو کارونه، دغه ټول ښيي چې د رسنیو د "مستقیم اغېز" په اړه د خلکو ویره لا هم شتون لري .
جادويي مرمۍ تیوري که څه هم د ډېرو متخصصینو له نظره ساده او غیر واقعي ګڼل کېږي، خو د دې تیورۍ بنسټیز فکر ـ یعنې د رسنیو د ځواکمن نفوذ امکان ـ تر نن ورځې د سیاستوالو، د عامه ذهنیتونو او د سانسور د ملاتړ په بحثونو کې ژوندي پاتې دی.
جادويي مرمۍ نظریه په ټولیزو مطالعاتو کې مهم تاریخي ځای لري. پخوا باور داسې وه چې رسنۍ مستقیم او بېواسطه اغېز لري، خو وروسته مطالعاتو او نویو نظریو دا ثابت کړه چې مخاطبین فقط فعاله انتخاب لری او اغېز یې محدودی یا د نورو ټولنیزو فاکتورونو لخوا ټاکل کېږي.
په معاصر عصر کې، د جادويي مرمۍ نظریه "مړه" شوې ګڼل شوې؛ نوې نظریې لکه انتخابي پروسه (Selective Processes)، څو مرحلهیي جریان (Multi-Step Flow)، ټولنیزې کټګورۍ، او شناختي ناسازګاري (Cognitive Dissonance) د اغېزو دقیق تحلیل وړاندې کوي
مجله هم وایي چې په نننیو عصر کې، په ځانګړې توګه په ډیجټلي میډیا کې، دا نظریه ارزښت له لاسه ورکړی ځکه چې اړیکه دوهطرفه او مخاطب فعال دی او ددې حق لري چې څه ووینې او څه ونه ویني ، ځکه نن ورځ د انتخاب حق یوازې مخاطب سره دي او هغه وخت نه دی چې رسنۍ څه ووایې مخاطبین یې په پټو سترګو ومني . نن ورځ مخاطب فعال دی .
عبدالرحمن درمان
د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون
۲۰۲۵