(Yellow journalism) ژېړژورنالېزم تعریف یي:
دژورنالېزم داخلاقو،قوانینو دنه پام نیولو سره داسې خبرونو ته لمن وهل چې دټولني دوګړواحساسات اوفکر راوپاروي، اویوخبرته دومره هوا ورکړي چې دخبر اصلی بڼه بدله کړی په پښتوکې د(ژیړي خبریالۍ )،فارسی کې (خبرنګاری زرد )اوانګلیسۍ کې دyellow journalism په نامه يادیږی. دغه خبریالې کې یوخبر ته دومره هوا ورکول کیږی چې خبر خپله اصلې بڼه بدله کړی ،یاپه بله وینا چې ژيړه خبریالې هغې خبریالۍ ته ویل کیږي چې دداسې طریقو اوروش څخه ګټه واخیستل شي چې ډیرې عوام خپل لور ته جذب کړي .
تاریخچه یی:
یاده اصطلاح دشلمې پیړۍ په لومړیو کلونوکې استعمال شوه چې ماشومانوته به یی کارتونونه انځورول اویولړ لنډې کیسې یی هم درلودي،دغه قیصو به زیات مخاطبان دځان پلوه جذب کړل چې امریکایی ورځپاڼو دغه قیصې د(yellow kid ) ترعنوان لاندې خپرولي .
دې ورځپاڼوهغه وخت نور هم پیشرفت وکړو چې دکیوبا د زندان قیصې یی خپرولی په قیصوکې به ویل کیدل چې امریکا دهسپانوي فوځیانوسره ظلم اودوه ګونۍ چلند کوي ، دې قیصوته دومره مالګه اومرچ ورکړل شول چې نږدې وه دامریکا اوهسپانې ترمنځ جنګ ونښلي.
۱۸۳۰ کال کې ژېړژورنالېزم اروپا کې وه خودلومړي ځل لپاره دغه اصطلاح په سیاست کې یوه امریکني شخص ( ویلیام رندلف هرت) وکاروله ، چې غوښتل یی ځان دامریکا ولسمشر کړي ،ویلیام خپله د دویو ورځپاڼو خاوند وه چې په ارزانه بیه یی ډیرې پاڼې مخاطبانوته وړاندې کولی .
دژیړورسنېوځانګړنې:
معمولی خبر ته زیات ارزښت ورکول، دصفیه حلیم پروینا دخپل کاروبار پراخولو لپاره دسپږې نه خانم جانه جوړول.یعنې هغه خبرونه وړاندې کول چې بې مطلبه وي اما جالب وي. جنجالې موصوعګانوته داسې سرټکې ورکول چې مخاطب حیران کړي. دژیړورسنېو موضوعګانې: دعیش اوعشرت قیصې، ژبنې ،مذهبې اوستمي خبرونه، شخصې حریم ته ننوتل دبیلګې په توګه: دسنیما لوبغاړو ، ورزشې لوبغاړو اودسیاستوالو پټ رازونه یی همیشنې موضوعګانې دي.