د واګه پولې بدیل څه کیداي شي؟
What could be an alternative to the Wagah Border
اتاري-واګه پوله د هند او پاکستان ترمنځ یوه مهمه سرحدي نقطه ده چې د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره هم کارول کیږي. په دې وروستیو کې، د دې پولې له لارې د سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ کې بدلونونه راغلي، چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکو باندې اغیزه لري.
واګه پولې ته اول د افغانستان څخه پاکستان او د پاکستان څخه بیا هندوستان ته اموال انتقالیږي، چې افغان سوداګرو ته دا اسانتیا برابروي چې هندوستان سره دیادي لارې سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او د دې باو جود یوه ګټه یې دا هم ده چې د پاکستان ټولو لویو ښارونو ته لاسرسي ولري، اما اتاري-واګه پوله تر هغې وروسته وتړله چې وسله والو بریدګرو د اپریل پر ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کې پر سیلانیانو برید وکړ، چې لږترلږه ۲۶ کسان یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.[i]
اما اوس یوشمیر کارپوهان د دې پولې تړل کیدل له امله اندایښمن دی او وایې چې دا به د افغانستان په اقتصاد بده اغیزه وکړي چې زه ورسره موافق نه یم .ځکه یو خو له پاکستان سره داسې اقتصادي اړیکي نه لرو چې مونږ ترې خوښ ووسو ، په کراتو کراتو زمونږ تجاران ،سوداګر په بیلا بیلو پلمو ځوروي او بد چلند ورسره کوي ، که څه هم هند له ۲۰۱۹کال راهیسې له پاکستان سره سوداګري بند کړې ده، خو له افغانستان سره د اتاري-واګه له لارې سوداګري دوام درلود.
اما د دې ټولو بدیل چابهار کیداي شي چې ترټولو اسانه لاره ده .
چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري او د شمال-جنوب د نړیوال تجارت یوه مهمه څلور لاره ده.
دا بندر د افغانستان لپاره د آزادو اوبو ته تر ټولو نږدي لاره ده، چې د دې له لارې افغانستان کولی شي د دنویو هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او د صادراتو او وارداتو لګښتونه کم کړي.
چابهار بندر افغانستان ته د واګه بندر څخه غوره ده ، خو ستونزه دا ده چې زمونږ ډیرې سوداګر د واګه بندر له لارې هندوستان سره راکړه او ورکړه کوي او ډيرې تمرکز یې پرې هم دي.
چابهار نه یوازې د افغانستان ټرانزیټي موقعیت پیاوړی کوي بلکې مرکزي آسیا هیوادونو لپاره هم د تجارتي لارو په توګه کارکیداي شي. خو د واګه بندر له لارې یوازې هندوستان او پاکستان سره تجارت کیداي شي
د چابهار له لارې، افغان سوداګر د کراچی بندر د مشکلاتو سره مخ نه کیږي
د چابهار بندر د نورو بندرونو په پرتله لنډه لاره لري، چې د وارداتو قیمتونه کموي. د چابهار بندر د عباس بندر په پرتله افغانستان ته ۹۰ کیلومتره او همدارنګه د کراچي بندر په پرتله ۷۰۰ کیلومتره افغانستان ته نږدي دی.[ii]
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغانستان هر کال د واګه بندر له لارې له هند سره شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.[iii]
اما دیادې پولې په تړل کیدو د افغانستان سوداګرو په پرتله هند ډیر زیان ویني، ځکه چې هندي رسنیو راپور ورکړی چې د اتاري-واګه پولې له تړل کېدو وروسته، په هند کې د پستې بیه نږدې ۲۰ سلنې لوړه شوې ده.[iv]
ماخذونه:
[i] https://tolonews.com/pa/business-194065
[ii] https://pajhwok.com/fa/opinion/%DA%86%D8%A7
[iii] https://tolonews.com/pa/business-194065
[iv] https://www.facebook.com/TOLOnews/photos/%D9%87%D9